تبليغاتX
ځــنــځــیــر
دعبدالغفار (پوپل) خبري ، ټولنیزه ، سیاسي ، فرهنګي ، اومعلوماتي خپرونه
 

پاکستان ته به هم افغاني سبق ورکړل شي!

لیکوال:(عبدالغفارپوپل(

 دافغانستان اوسنۍ حالت هغه وختونه،دهر افغان په ياد راولي چې دكابل په كوڅو،اوسړكونوكې  د

مظلوم ولس له وينو څخه لښتۍ روانې وې،په زرګونه كورنۍ دخپلو عزيزانو په وير اوماتم ناستې وې،دبد مرغيو لمن دافغانستان ټول ملت تر خپل سيري لاندې راوستی وو.

كابل ښار دګوندونو،دپوځي مانورونو ډګر ګرځېدلی وو،له هرې خوانه دراكټونو بارآن پر كابل

ښار باندې راورېده، نور هغه وخت وو چې، دكابل ښار په كوڅوكې دمړو شو كسانو په پر اجسادو باندې دسپيانو مېلې جوړې شوې وې،هيڅ څوك نه وو چې ،دجګړې قربانيان تر خاورو لاندې كړي.

 ډېر دردونكى حالت وو،خومګر تېر شوو او ياد يې دهر افغان په زړه دپرونۍ قصې په شان پاتې دۍ،داڅوك وو چې په دې ناوړه عمل يې لاس برشوو؟........


ولې افغا نان دېرش كاله دغم په ټغره دهغوی له خوا کېنول شول ؟....... ولې ددې خاورې بچيان تر خاورو لاندې شول؟.... داټولې هغې پوښتني دي چې، تر ډېره وخته بې ځوابه پاتي وو،مګر

اوس د دې،  او دې ته ورته نور پوښتنو ځواب وركوني ومندل شول، هغه كسان چې ددې پوښتنو ځواب دافغانستان مظلوم ملت ته وركوي ،هغوي د دې خاورې دپت ،عزت، اوناموس، دوښمنان دي.

 او داپټ  دوښمن بل هیڅ څوک نوو" پاکستان" وو چې افغانستان دهغه دبدو اعمالواوغیرانساني غوښتو له لاسه، دې حالت ته ورسېد، چې اوس له غمخوارنه کتونکي ورته زیاد دي.


 ”
پاکستان" په ښكاره كه ډول دا په ګوته كړه چې، له افغانستان سره دوښمني لري، شپېته كلن"

پاکستان"  دافغانستان د دېرش كلنې جګړې دبنسټ تيګه كېښوده، اودخپلو شومو اهدافو په عملي كېدو سره دمليونونو افغانانو دمرګ،بربادۍ، اورسوايۍ منظرې ته كې ناسته .

 

د" پاکستان"  بې شرمه او مختوري ،سياست وال تل دافغانستان ديوشمېر صادقو مشرانو له نيكو

احساساتو څخه ،ډېرې ناوړې ګټې پورته ګړې، چې له هغه جملې څخه خداى بښلي ارواښاد ډاكټر نجيب الله يا دولى شو.

 

چې بلاخره ډاكټر نجيب الله، د" پاکستان"  د دناوړي ،شرمېدلي، او مختوري، اى، اس ،اى ادارې له خوا په كابل كې به دار وځړول شو،او داهغه عمل وو چې" پاکستان" خپل موقف له افغانستان سره اعلان كړه.


 
خو مګر په خواشينۍ سره چې، يوشمېرافغاني غلامان بيا " پاکستان" غېږې ته ورغلل،

چې نه غواړم له هغوي نه په دې ليكنه كې نوم واخلم،هغوي په ښكاره ډول اوس هم موجود دي.

مګر اوس يوازې دپاكستان يا لوي شيطان پر كار نامو خبرې كوو،پورتنۍ ليكنه صرف دتېرو

 

تريخويادونو، اوغملړو پېښو باندې يوه لنډه كتنه وه،مګر اصلي خبره  دپاكستان داوسنيو منافقتونوپه اړه ده چې په ښكاره ډول دافغانستان له خلكو سره سې كوي.

  

له هغه وخت نه چې په افغانستان كې شاهي دوره له منځه لاړه، او جمهوري نظام پيل شو پاكستان

هم خپلې لاس وهنې دافغانستان په كورنيو چاروكې پيل كړې، اوافغانستان ته يې خپلې شوڼې را واستولې.

په افغانستان كې، كومې سياسي ډلې نه دي چې، " پاکستان"  هغوي دوختو دولتونو پرواندې نوي

تقويه كړي،داهم یوه پوښتنه ده چې دافغانستان یوشمېر،ورانکار،او مخ توري ګوندونه يې بايد ځواب و وايي.

 دافغانستان په کورنیو چارو کې د" پاکستان"  ترڅنګ، يوشمېر نور باندني لاسونه هم

کارکوي،اوداښکاره خبره ده چې، دافغانستان اوسنۍ جګړه افغاني جګړه نه، بلکه دبهرنیو له خوا دپاكستان په واسطه په دې ملک باندې تپل کیږي.

 دطالبانو له ماتې وروسته ،افغان ولس یوازې دیوې لنډې مودې لپاره د سوکالي،او ورور ولۍ ،په

رڼا كې ژوند وکړ، اودغه د لنډې مودې،سوله اولنډ ژوند شپې او ورځې د دېرش کلنې جګړې نه وروسته دلومړي ځل لپاره په دې دردېدلی ولس باندې حاکمه شوه.

که څه هم په همدې لنډه موده كې ،یوڅه پرمختګ هم شوی ،خود هغه هېواد لپاره چې، تازه له اور،اونابودۍ څخه وتلی وي دالاسته راونړې بسنه نه کوي.


 
اولازمه ده چې ،شپه او ورځ کاروشي، ترڅو دنورو هېوادونو له احتیاجۍ نه دخلاصۍ لاره

وموندل شي،مګر له بده مرغه هغه څه چې ،د دتېروڅوکلنو په موده کې، دنورو هېوادونو په مرسته افغانستان ته راغلي وو، بېرته دبربادۍکندې ته لاهو شول.

په دې موده کې،امنیت چې له ضروي او خورامهمو خبروڅخه ده له افغانستان څخه خپله ټغره توله کړه،نا امني، ګراني،او په مختلفونومونو دملکي وګړو نابودي،  له هغو ستونځوڅخه دي چې، دم

ګړۍ افغان ولس ورسره لاس او ګرېوان دی،اوداسې ورځ هم نشته چې دافغانستان په مختلفو سیمو کې ملکي کسان ونوژل شي.

دولسي خلکو وژنه اوس وخت کې، دیوه رواج،اویاهم دښکار بڼه ځان ته غوره کړې ده، دانسانانو وژنه نه  بهرني ځواکونو ته ارزښت لري ،اونه افغاني وسله والو ته.

داچې ولې د دې هېواد خلک په ورکو نومونو باندې وژل کیږي چاته معلومه نه ده،اوداسې یو

شخص چې، د دې ملت استازي توب وکړي او دناحقه وژنو،او قتلونو مخنیوي وکړي نشته،اوهغه

کسان چې له هرې غمیزې نه باد سرپورته کوي ،اوځان دخلکواستازی معرفي کوي دهغوی له لاسه هم څه نه بودیږي.

 دوه ټکي  دهمدې خبرې اصلي لا ملونه دي ،یو داچې دافغانانوترمنځ،په تېره بیا د مشرانو خبرې

واحد دریځ نه لري، که چېرته دهرې پېښې په هکله د دوي هوډ یو اړخ لرلی،  اوهغه هم دغوڅې پرېکړې پربنسټ ترسره کېدای، کله هم داسې اعمال چې اوس روان دي  نه ترسره کېدل.


 
اوپاكستان ته دا وخت نه پيداكېدله چې دافغانستان په كورنيو چارو كې يې لاس ونه كړي واى،

چې له بده مرغه اوس د دې خاورې دناپو ه مشرانو له ناوړه اعمالوه څخه " پاکستان"  ښه پوره ګټه پورته كړه، تر دې حده پورې

چې په پلازمېنه كابل كې، دنور هېوادونو دسفارت خانو په الوزولو يې همه تمه ونكړه.

مګر دخواشینۍ خبره داده چې، ټولې ډلې، اویوشمېر خلک، په دې برخه کې ولسمشر ته ګوته نیسي، او د ،ټولو ملا متیو اصلي لامل ولسمشر کرزی په ګوته کوي.

خوپه حقیقت کې داسې نه دی ،ددې پرځای چې دهرې غمیزې ترشا یوبل ملامت کړو،راځۍ چې

دحل لاره یې ولټوو ترڅو به په دې وطن کې زه اوته وژل کېږو،له یوې خوا ددې خاورې بچیان،ماشومان،اوخپلې ښځې له لاسه ورکوو،اوله بلې خوا به یو بل نه منو.

 داهغه تریخ حقیقت دی چې هرافغان یې په اورېدومکلف دی،اوباید هم واورېدل شي، اوسنۍ ستو

نځې اوحالت په دې خاوره کې، د دېرش کلنې جکړې یو بل انځور دی، داسې باید فکر ونشی چې

افغانستان له دېرش کلنې جګړې څخه را خلاص شوو،نه دا سراسرجنون او خیالي فکرونه دي

،افغانستان تازه دیوه نوي جګړې ډګرته راوتلی، اوداهغه ډګر دی چې دوښمن هم ورته مخامخ ناست دی.

 

 اوداهغه دوښمن دی چې،دافغانستان دبربادۍ دبنسټ دبره اېښې ده،او دادوښمن " پاکستان" دی،چې دهرې ورځې په تېردوسره خپل شوم موقوف ،په ګوته کوي، خوله بده مرغه په دې خاوره

کې داسې یو ځواک نشته چې" پاکستان" ته هغه افغاني درس ورکړي ،کوم چې ددې خاورې پلارونو انګرېزانوته ورکړې وه.

په هېواد کې ،څو ورستي بریدونه دا په ګوته کړل چې " پاکستان" ددې خاورې اصلي دوښمن

دی،او داهم باید وویل شي یوازې " پاکستان" نه ،بلکه نور لاسونه هم شته چې ،د دې هېواد په

ورانولو کې لوی لاس لري، دبېلګې په توګه "انګرېزان" او لوېدیځ وال چې اوس دهغوی اعمال په ښکاره ډول لیدل کیږي.

پاکستان" په اوس وخت كې دخپلوانګريزي، بادارنو په امر او هدايت خپله ټوله هڅه ونه دافغانستان په ورانولو كې ساتلې ده، اوپه دې نه پوهيږي چې،افغانستان دنړۍ لويو نظامونوته

دعبرت درسونه وركړي دي او" پاکستان" ته به هم دعبرت سبق وركړل شي، خوله بده مرغه اوس هغه هېوادونه دافغانستان دورانولو لپاره له " پاکستان"  نه كار اخلي.

  اود" پاکستان"  په واسطه غواړي چې، له افغانستان نه غچ واخلي، خوپه خوشحالۍ سره داويلى

شوچې، دپاكستان ،باداران نه يوازې داچې بيا خپل هويت له لاسه وركوي،بلكې " پاکستان"  هم دځمكې له كرې څخه په افغانستان باندې وركوي.

 " پاکستان"  بايد له یاده ونه باسي چې "ماته" اوناكامي يې دافغانستان په لاس ده،او په دې باندې

هم زړه ښه نكړي چې، نن له ده سره پرمختللي وسلې او مهمات موجود دي، افغان ولس هېڅكله له جګړې نه په هر دول شرايطوكې نه دي ډارشوي.

په ډاګه بايد وويل شي چې، " پاکستان" ، دافغانستان د دېرش كلنې جګړې،ضامن اوبنسټ

اېښودونكى دى،دپاكستان خرڅ شوي ،اودبهرنيانو ګډاګي سياست وال تل دافغانستان دخلكو لپاره،د مختلفو نظامونو په رامنځته ګېدوسره خنډونه پرې باسلي دي.

او په افغانستان كې دهرې مخالفې ډلې لپاره ددولت پروړاندې دمبارزي لارې هوارې كړي دي،اوله هغوى سره خپلې  مرستې جاري ساتلي دي.

خوپه هم دې موده كې دافغانستان دولت وال،تل د" پاکستان"  سره دخبرو پركرښو ټينګاردر

لود،چې داپه خپله دافغانستان دخلكو ،او دولتونو زړه ورتيا او مېړانه، د" پاکستان"  دشيطاني كړنو پروړاندې په ګوته كوله.

مګر د دې خبرې مفهوم او معنى دانه دي چې،افغانستان له " پاکستان"  څخه ډار لري،افغانستان

تل پاكستان ته دورور اوښه ګاوندي په توګه موقوف وركړى وو، او دراولاړوشو ستو نځو دحل لپاره دخبرولړۍ ته په درنښت كتل كېده.

خوپه خواشينۍ سره چې " پاکستاني"  تورمخي سياست وال دافغانستان دخلكو او دولت له دغه نيك

اوانساني غوښتنې نه په ډېره لوړه كچه غير انساني،غير اخلاقي ،اوغير اسلامي ګټه پورته كړه.

تردې حده چې يوازې په تېرو څوكلونو كې، په سلګونه افغانان د" پاکستان"  دناوړه اړيكو په پايله كې خپل ځانونه له لاسه وركړل.

 دبېلګې په توګه، دكابل ښارپه زړه كې دهند سفارت پروړاندې هغه درنه چاودن يادولى شو چې ،په نيغه توګه دا په ګوته كوي چې ،دا كار د" پاکستان"  دمختوري استخباراتي شبكې كاروو.

دهېواد په كچه هغه بريدونه چې دځان وژونكو كسانو له خوا ترسره شوي دي ،دڅېړنې په پايله كې

په ګوته شوې ده چې، مردار شوي کسان ،د" پاکستان"  وګړي دي، دهمدې خبرې په لړ كې دېر

كسان مخكې له دې نه چې ځان خپل هدف ته ورسوي، ژوندي نيول شوي دي،چې كره اسناد هم له امنيتي ادراوسره موجود دي.

 خوله نېكه مرغه " ولسمشر كرزى " په دې ورستيو كې په خپلوڅرګندونو كې داپه ګوته كړه چې،افغانان نور نه غواړي چې،" پاکستان"  تر دې نه زيات په دې خاوره باندې تېرى وكړي،

هغه څه چې پاكستان له افغانستان نه غواړي ديوه خوب او خيالي غوښتنې بڼه لري ،او دا كله هم په هېڅ صورت نه عملي كيږي.

 اوداد" پاکستان" ، او دهغهوي دبادارانو لپاره هغه خوب دى چې، مونږ هغه ته په پښتو ژبه مرګ

وايو،" پاکستان"  دې په دې پوه شي چې د" پاکستان"  نيمايي نه زياته برخه دافغانانو خاوره ده،او افغانان كه نن وي،اوكا سباوي خپله خاوره بېرته دپرديو له واكه خلاصوي،اوهرڅومره شيطانت او

منافقت چې،د" پاکستاني"  چارواكو په وس كې وي هغه دې وكړي، خوضروري ده چې  افغانستان " پاکستان" ي مختورو سیاست والو ته  افغاني درس ورکوي.

 

په پاي كې دومره وايم چې، " پاکستان"  آخر دافغانستان او هند ترمنځ وېشل كيږي، او دا هغه

غوښتنه ده چې،دپاكستان باداران يې دانتظار شېبې شماري ،يوځلې بيا زه دښاغلي كرزي ورستي

څرګندونې د" پاکستان"  په هكله ستايم او دلا ګړندي توب او عملي كېدو لپاره يې ليوال يم، خداي

دې افغان ولس ته دغه توان وركړي چې ،د" پاکستان"  د نقشې په وركولو كې كوټلي ګامونه پورته كړي، دتل پاتې افغانستان په هيله.

 

لیکوال:(عبدالغفارپوپل(

 

|+| نوشته شوی په واسطه عبدالغفار(پوپل) در 20 Jul 2008  |
 
دکابل ښار پولیسو دیوه تن جنسي تېري کونکي له نیولو څخه خبر ورکړی


دکابل دساحوي زون دپوليسو دجنايي جرمونو دتحقيقاتو رئيس جنرال پکتياوال   نن وويل  دغه سړي دپوليسو ددويمي حوزي دموظفينو له خوا ددغي حوزي په مربوطاتو کي  نيول شوي  او تور ورباندي لگول شوي  دي چي پريوي دولس کلني نجلي باندي تيري کړي دي.دغه سړي دزيانمني شوي کورني دمستقيمي ادعا له مخي توقیف  شوي دي .

|+| نوشته شوی په واسطه عبدالغفار(پوپل) در 20 Jul 2008  |
 
په پلازمېنه کابل کې دیوې ترافیکي پېښې له امله اته تنه ژوبل شول

د شنبی په ماښام د کابل په احمد شاه بابا مینې کې  د یوی ترافیکي پیښې په ترڅ کې اته تنه ژوبل شول.

د دولسمې حوزی د پولیسو یو تن چارواکي ضیا الله ابراهیم خیل بینوا ته وویل چې دا پیښه د بابا مینې په دویم څلورلاري کې د مازیګر په مهال رامنځته شو چې په پایله کې یی د یو ټونیس ډوله موټر د موټروان لخوا  د دوو ماشومانو په ګډون اته تنه ژوبل شول.

هغه زیاته کړه چې ټپیان د بابا مینې کلینیک او ابن سینا روغتون ته لیږدول شوي چې د ځینو زخمیانو حالت د اندیښنې وړ دې.

د هغه په وینا نوموړی موټروان چې د تیښتې هڅه یی کوله د پولیسو لخوا نیول شوي دې.

|+| نوشته شوی په واسطه عبدالغفار(پوپل) در 20 Jul 2008  |
 

ولسمشر کرزي او سناتور بارک اوباما دګلخانې په مانۍ کې سره وکتل

دجمهوري  ریاست رسمي سرچینې وايي بارک اوباما نن له ولسمشر کرزي سره دجمهوري ریاست دارګ په ماڼۍ کې لیدلي او له هغه سره یې دسیمې اوافغانستان په روانو حالاتو خبرې اترې کړي.
دترلاشویو معلوماتو له مخې بارک اوباما نن سهار په کابل کې له یوشمیر امریکايي ځواکونو سره تر لیدنې  اوچای څښلو وروسته غرمه مهال له ولسمشر کرزي سره ملاقات کړی اوله هغه سره یې دسیمې اوافغانستان په روانو حالاتو سربیره له دغه هېواد سره دامریکا لخوا دراتلونکو مرستوپه اړه خبرې کړي.
تراوسه ددغو خبرو بشپړ جزیات ندي په ډاګه شوي.
بارک اوبا ما دشنبه په ورځ کابل ته له رسیدو سره سم دافغانستان ختیځ ولایت ننګرهار ته لاړاوهلته یې دننګرهار له والي ګل آغا اویوشمیر امریکايي قومندانانو سره ولیدل.

|+| نوشته شوی په واسطه عبدالغفار(پوپل) در 20 Jul 2008  |
 روحانی ملگریه باخه خبر نه یی

 

 

روحانی ملگریه باخه خبر نه یی

حسن حقیار


چې وباسي  زړونه هغه خنجر نه يې
چې څښي وينې ته هغه ستمګر نه يې
چې ترې لاس رسي اسمان ته لوړ غر نه يې
روحاني ملګريه پاڅه خبر نه يې

خبر نه يې چې هلمند کې څه تېرېږي
سرې سکروټې پر  مارجې  باندې ورېږي
 
دهلمند اسمان لوګيودى پوښلى
داور تاو نه دسيندو اوبه خوټېږي
چې توپان جوړ کړي ته هغه شرر نه يې
روحاني ملګريه پاڅه خبر نه يې

ستا وژونکي اخته داسې يو رنځ باندې
چې دوى خوند اخلي له وير نه او له ساندې
بلوي اور ابراهيم پکې ګوذار کړي
دفرعون او دنمرود خويونه کاندې
 
ته تابع دابراهيم يې ازر نه يې
روحاني ملګريه پاڅه خبر نه يې

داسې غواړي چې دحق ژبې دې پرې وي
او معيار دانسانيت ددوى نخرې وي
تش فرياد  دې هم دچا څوک پورته نکړي
توره لاس کې دظالم سترګې دې سرې وي
خو ملګرى ته  دداسې سنګر نه يې
روحاني ملګريه پاڅه خبر نه يې

زړونه ى غوښې ندي کاڼي دصحرا دي
تل مدام دانسانيت پرضد لګيادي
دښکلا دښمنان ټول دلته راغلي
خداى خبر چې دابدرنګه څه بلا دي؟
ته ددې بې رحمه خلکو عسکر نه يې
روحاني ملګريه پاڅه خبر نه يې

دوى دوينو اوانسان سوداګران دي
دپوډرو او وسلو قاچاقبران دي
د ماشوم سترګې، بډوډي او زړه پلوري
خداى بخښليه  !دا پدې کچه لېوان دي
 
مړيې ځکه کړې  چې ته قاچاقبر نه يې
روحاني ملګريه پاڅه خبر نه يې

ستا  وژونکي لري ډېر اوږده لاسونه
يرغمل دي ورسره ډېر ولسونه
ددوى جال خپور دى په ټولې نړۍ باندې
ددوى ښپو کې دي پراته شاهي تاجونه
ته ددوى انډول، ددوى  برابر نه يې
روحاني ملګريه پاڅه خبر نه يې

دوى  داوسپنې نينې  هم شي چيچلى
دوى فولاد او تېږي هم  شي هضمولى
 
دوى حالات شي دخپل ځان تابع کولى
 
دوى له سترګونه رانجه شي تښتولى
ته لا پوه په دغه چل او هنر نه يې
روحاني ملګريه پاڅه خبر نه يې

تا رسواکړل دوى په خپلو راپورو کې
غږېدې يې په موټرو او قصرو کې
دمختار دکمپ اواز دې ولې لوړ کړ؟
اوس شټېږه دې دوينو فوارو کې
ستا غږ کنده کې دى لاهم کمر نه يې
روحاني ملګريه پاڅه خبر نه يې

څوک کوښښ کوي غچ اخلي دميوند
څوک مافيا سره لري قوي پيوند
څوک اوبه خړوي نيسي خپل کبان
څوک دجنګ له برکته کوي ژوند
تنهاته ددې حالاتو کسکر نه يې
روحاني ملګريه پاڅه خبر نه يې

دانسان غوښې کړي ځانته سيخ کباب
وينې واړوي په سر لکه شراب
په نشه کې يې چې ترنګ ته ونڅېږي
له کولمونه يې کړي جوړ ځانته رباب
که له دوى سره شوې جوړ نو خطر نه يې
روحاني ملګريه پاڅه خبر نه يې

ناپوهي او جهل دلته کرل کېږي
دښوونکي ،زده کوونکي سرغوڅېږي
دوى مريخ او زحل ځانته تابع کړي
خو زموږ خټين ښوونځي سوځول کېږي
دروانې ډرامې کرکتر نه يې
روحاني ملګريه پاڅه خبر نه يې

روحاني صيب دلته جنګ دى دفيلانو
دسيالۍ ميدان شو دا د شيطانانو
ازمونتون يې دتخنيک او دوسلو شو
ژوند دوزخ شو د ښپې لوڅو انسانانو
شکر داچې اوس په دغه سقر نه يې
 
روحاني ملګريه پاڅه خبر نه يې

مستند فلمونه دلته ډېر جوړېږي
د جنګي فلمو لپاره اور بلېږي
هالييود او بالييود دلته مصروف دي
دافلمونه ډېر قيمته پلورل کېږي
ته اګاه ددې منطق په زېر زور نه يې
روحاني ملګريه پاڅه خبر نه يې

دلته جنګ دى دتاريخ او کولتورونو
دلته جنګ دتمدن او مذهبونو
شوى بيا د صليبي جګړو اعلان دى
دلته جنګ دى دځواکمنو چينلونو
لا اګاه يې په ديوان او دفتر نه يې
 
روحاني ملګريه پاڅه خبر نه يې

دلته ډېر وسلوال لا هم نه پوهېږي
چې دکوم هدف   لپاره وژل کېږي
دلته لاره لورى ورک دى له ولسه
پټې سترګې ، واګې بل سره ځغلېږي
کړه راويښ يې که څه هم پيغمبر نه يې
روحاني ملګريه پاڅه خبر نه يې

چې وژلي يې لکونه افغانان دي
هماغه مو اوس په سر بيا حاکمان دي
دغربيانو په قاموس کې داسې وايي
چې ددوى وي نو همدا بشردوستان دي
ته ددې قانون له مخې بشر نه يې
روحاني ملګريه پاڅه خبر نه يې

په مرکز کې انسانان  تښتول کېږي
دجمهور رئيس مرستيا ل يې وژل کېږي
دځنګل قانون دى شهر ناپرسان دى
وکيلان ، لوى  څارنوال  ډبول کېږي
ته خو دوى نه په رتبه کې بهتر نه يې!!
روحاني ملګريه پاڅه خبر نه يې

دلته حق ويل  پخپله خودکشي ده
دعزت اودشرف کار جاسوسي ده !؟
ډک له ګټې تجارت بې ناموسي ده !؟
پلمه جوړه ده قانون ديموکراسي ده
نوبه څنګه دحالاتو اثر نه يې
روحاني ملګريه پاڅه خبر نه يې

دلته ژبې له طوطيانو نه غوڅېږي
بلبلانو ته رانجه ورکول کېږي
ته جرس وې تاکاروان راويښولو
نو ستادا جسارت کله  زغمل کېږي!؟
ته خو دوى ته عاشورا  يې اختر نه يې
روحاني ملګريه پاڅه خبر نه يې

ستا وژونکي په رينجرو کې ګرځېږي
په شاهي مېلستونونو کې اوسېږي
داسې نده چې الوتي په هوا دي
لښکرګاه کې هروخت ښکته پورته کېږي
نيول کېږي ځکه نه چې  رهبر نه يې
روحاني ملګريه پاڅه خبر نه يې

ستا معصوم وروڼه مې کله نه هېرېږي
چې کوم خړ پړ وينم دوى راته يادېږي
(چې  رشاد ١ ) او( تقوى ٢)  ونيسم په غېږ کې
نو( سپوږمۍ ٣) ، عمران ٤) مې سترګو ته ودرېږي
وي ستانوم به پرې ژوندى بې ثمر نه يې
روحاني ملګريه پاڅه خبر نه يې

غرونه سپک او ستا غمونه ترې درانه وو
په هلمند کې دهيچا ګرېوان وچ نه وو
خو ماهلته دفولادو يوکان وليد
ستا باتور پلار چې په مثل دتور غره وو
ته شهيديې، مړ دده په نظر نه يې
روحاني ملګريه پاڅه خبر نه يې

(ستانکزيه ٥ )  د( هجران ٦ ) يې دا(تسل٧) دى
 
چې( روښانه ٨) ( سباوون ٩ ) ددې اجل دى
چې ترشايې وي (صالح  ١٠) کاروان ترې پاتې
(نادم ١١ ) ندى  (بريالى ١٢) دى دا اتل دى
چې( شفيع ١٣ ) دې شي ته خوښ په محشر نه يې ؟
روحاني ملګريه پاڅه خبر نه يې

(پاڅون ١٤) وکړه که رښتيا (شريعتيار ١٥) يې
اى (زاهده ١٦) که  (داعي١٧) دخداى دلار يې
د(روما١٨) اود( عذرا ١٩)اوښکې کړه پاکې
(ماريې٢٠)  ته يې په دغه وخت په کار يې
تار او ستن واخله شلېدلى ټتر نه يې
روحاني ملګريه پاڅه خبر نه يې

خفه نشي روحاني له ستړي قامه
يو هم نه دى غافل ستا له انتقامه
دتيارې مقابلې ته به وردانګي
درڼا توره راباسي له نيامه
سپيلنى به  نور ددغه مجمر نه يې
روحاني ملګريه پاڅه خبر نه يې ____________________________________________________________________
١_٢ زما اولادونه ،   ٣ دارواښاد روحاني لور ٤ دارواښاد روحاني زوى

(٦زين الله ستانکزى ٧عبدالودود هجران  ٨محب الله روښان ٩ عزيز احمد تسل  ٩   سباوون هېوادمل١٠ صالح محمد صالح ١١بشيراحمد نادم ١٢ بريالى هلمند١٣ عزيز احمد شفيع
١٤ ميرويس پاڅون ١٥محمداسمعيل شريعتيار ١٦صفت الله زاهد ١٧محمد الياس داعي
١٨روما محمدي  ١٩عذرا احدي ٢٠ ماريه  دارواښاد روحاني ژورنالستان ملګري

 

هیله ده چی نوموری شعر تولو ملگرو ته واستوی  دا به ستاسو مننه وی

مننه صفت الله  ذاهدی  کابل

|+| نوشته شوی په واسطه عبدالغفار(پوپل) در 16 Jul 2008  |
 
 
پورته